(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.04.2021شعرونه

[01.Apr.2021 - 11:13]

د انقلاب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

او د ګلاب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

.

داسې ظالم سره مې شپې دي ټوپک مفت راکوي

خو د کتاب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

.

د جګړې، کرکې، د نفاق جاګیر وطن نیولی

وخت د رباب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

.

دلته ماشوم لکه سپين ږیری دی، له ژونده وېزار

سم د شباب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

.

زه که نارې کړمه چې مرګ په دنیا هېڅ نه کېږي

خو د پنجاب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

.

رقیب ویل پرېږده دا کلی چې له تندې ومري

د مست دریاب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

.

ما بېکسیاره داسې څه لویه ګونا کړې ده ؟

چې د ثواب په ذکر ژبه غوڅوي له ما نه

عبدالمالک بېکسیار

........................................................

 

دعا  رحمت شاه سایل

د چنارونو نه لمبې ووتې

مخ - ۲

.

خدايه زما د نازولي وطن

د ګل يوه څانګه، بې ګله مه کړې

.

خدايه زما خاوره، عظيمه خاوره

بې پښتو مه کړې، بې اتله مه کړې

.......................................................

 

عمردراز مروت

سری په رنګ نه سړی کېږي

مخ - ۲۰

.

دا یاري نه کوي، یاران هسې اسرې کښې ساتي

دا خلک ټول عمر ملګري په تیارې کښې ساتي

.

په خوله بازار کړي درته جوړ، د زړګي سر دې ګڼي

بل خوا ته غشی درته پټ، پټ په لیندې کښې ساتي

.

که د زړه غوښې ورکوې، روږدی به بیا هم نه شي

دا د تَارُو زامن به څوک تل په پنجرې کښې ساتي

.

هغه دې نه کوي یاري د دې لنډ ترپو خلکو

څوک چې زما غوندې تنګ زړونه په سینې کښې ساتي

.

څوک وي زموږ غوندې، مړخولي له خولې سپڼ نه باسي

څوک لکه ته جانانه بل اورونه خولې کښې ساتي

.

په دې سیاست کښې ښکلیو دومره ترقي کړې ده

هغه زما غوندې ډېر زړونه په قبضې کښې ساتي

.

د یار له مړو سترګو قربان عمردراز مروته

د نشه یي غوندې مې ډوب تل په نشې کښې ساتي

.

.

تَارُو = تورو ، تور تنځری ، تاروګی، د تنځري د کورنۍ يوه خوږ اواز لرونکی مرغه

روږدی = بلد، عادي، اموخته، اشنا

مړخولی = مړخلولک، هغه سړی چې کمې خبرې کوي، کم ګويه، شرمناک

سپڼ = سپنګ، سپوڼ، سوڼ، غږ، حرف، کلمه

قبضه = ولکه

نشه یي = نشه کوونکی، د نشه یي توکو روږدی (معتاد، عادي)

........................................................

 

د خوشال بابا دیوان

مخ - ۹۳

.

مست یم، می پرست یم، رندي کړمه، کړمه، کړم

واوره محتسبه!، باده خورمه، خورمه، خورم

.

نور شراب مې واړه نور عالم وَته بخښلي

لام او بې مې می دي پسې مرمه، مرمه، مرم

.

موړ به ځنې نه شم، زه د میو مستسقی یم

تل که هسې ډکې پیالې څښمه، څښمه، څښم

.

لار د محبت ده، تل به روغ سلامت نه یم

زه چې په دا هسې لارې تلمه، تلمه، تلم

.

څه وایې وَ ما ته، حال دې څه و، په هجران کښې

نور خبردار نه یم، په زړه سومه، سومه، سوم

.

خلک راته وایي رنګ دې بیا ژېړ شو عاشق شوې

هېڅ منکري نه کړم، خلکه، شومه، شومه، شوم

.

زه په عاشقۍ هسې نه یم، چې پند اورم

هېڅ نه یې ناصحه، د زړه کړمه، کړمه، کړم

.

دود د عاشق دا دی چې په عشق کښې ملامت وړي

ځکه زه خوشال ملامت وړمه، وړمه، وړم

.

.

 

رندي = شراب څښنه، شراب خوري

محتسب = حاکم، ګروه پلټونکی، کوټوال، حساب اخيستونکی، محاسبه کوونکی

باده = شراب، می، سهبا

لام او بې = ل+ب = لب لکه شونډې

جل = ځل، سخته تنده

مستسقی = ۱) تږی، توسند، ساړ، لېوال، تنده غری، جل وهلی، ځل وهلی، د ۲) تندې ناجوړتیا، تاغاری، تغاری، د تندې بيمار 

هجران = بېلتون، جدایي

منکري = منکرونه، نټه کونه، انکار کونه

پند = نصیحت، وعظ

ناصح = نصيحت کوونکی، صلاح کار، واعظ، ملا، عالم

........................................................

صحرا

د غني بابا کلیات

مخ - ۹۵

.

که په شګو کې ژوندون وي

ربه بومې ځه صحرا له

.

که سودا کې ناز او شړنګ وي

ما مرۍ ورکړه سودا له

.

که په سا کې مستي نه وي

ربه مرګ راوله سا له

.

که هلال پیغام د نور

د خندا، د رڼا نه وي

.

ما ته غوره توره شپه ده

ډېره غوره، د هلاله

.

که د ژوند مطلب بل نشته

بس ژړل دي، سوځېدل دي

بېرته شاته