(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.04.2021کتاب

[01.Apr.2021 - 10:39]

کتاب/ بېلابېل شعرونه 

 

په هغه جهان به خلاص وي له عذابه

چي دلې يې سروکار وي له کتابه

(خوشال خټک)

 

یو کتاب په ټول سړبن کښ چا ؤ نۀ کۀ

بې رحمانه چې ېئ ؤکۀ دا کتــــاب

 

منورین خـــو یا کتاب خوري یا کتاب وخوړۀ

پښتو پۀ هغو ده ژوندۍ چې کتاب نۀ پېژني 

(سائل)

 

دا لکها زره کتابه, مونږه دا ټکے زده کړے

که تک تور يې هم ښیشته شي چې د یار د زنې خال شي 

(غنې خان)

که وخت راغى سر او مال به کړم فدا

ستا په مينه زما گرانى پښتونخوا

ستا په عشق کې چې عمري مې دې ملگرى

يو  کتاب او  بل  قلم  اشنا  زما

(ډاکتر کبیر ستوری)

 

ستا د سترګو د حیرت په تماشه دی

ستا د مخ د کتاب واړه صفحی خاندی

(تسنیم رح)

 

 

په کتابونو کښې خو وې په حقیقت کښې نۀ وې

ځینې خبرې لا د خلقو په قسمت کښې نۀ وې

قېصر اپریدے 

 

 څوک شاعر به وي مړ شوې بيا فارانه 

په ردۍ کښې چې خرڅ شوي کتابونه

فاران 

 

ممتازه په ځان نۀ یمه د پارک په بنچ به شپه کړم

حیران یم چرته یوسم المارۍ د کتابونو

ممتاز اوکزی

 

ماخود ژوند په کتاب بل اعتراض نه دے کړے

مائې تنقيد په بې ترتيبه سريزه اولېکو 

صاحب شاه صابر 

 

ما کتابونه چې بلها ولوستل

بس دومره پوهه شوم چې نهٔ پوهېږم 

ډاکټر خالق زيار

 

بار به څوک راسره رسوي تر کوره 

له اختیاره مې وتلي. کتابونه 

خان زمان کاکړ ...

 

دا ستا د مخ کتاب ته چه ورګوري پکښې ورک شي

شینواري  افريدي او ملاګوري پکې ورک شي

خېبر اپرېدی

 

ما يو دوه کتابه لوستي دي جانانه 

نو خبر يمه د ځانه د جهانه 

نفرتونه مې پرېخلي دي ملګرو 

زه راغلې يم په مينه دزندانه 

شمس بونېرې

 

زماکتاب کښې دنفرت هډونا مه نشته دے

زه هميشه په محبت دخلکو زړونه تړم

اباسین یوسفزی 

 

بس دے رابند کړه د ګيلو معنو کتاب جانانه

دخپل جانان سره څوک نه کوي حساب جانانه

اکبر سيال

 

خالي کمره ،خالي کتاب پکښې 

شم دې خراب شم دې خراب پکښې

فطرت یوسفزی

 

په کمره کښې بس يو زه او کتابونه

آئينه راته ولاړ دي دېوالونه

جاوېد احساس

 

تنهايي زما پوشاک دى

کتابونه مې خوراک دى

آبشار

 

چې ستا د مخ کتاب لوستلو ته اوزګار نه شومه.

خدائ دې ما مړ کړي د دې ډېرو کتابونو شاته.

اسیر منګل

 

یوہ یوہ صفحہ زما د ژوند د کتاب لولہ  

ھر تورے ئ د سومرہ اذیت نہ راتیریژی  

اقبال کوثر 

 

يو بې روزګاري ده بل بلها ضرورتونه

خېټه مې ډوډۍ غواړي او ذهن مې کتاب

امجد شهزاد

 

ستا د لاسونو د ګلاب پاڼې پرتې وې پکښې 

کتابخو یوؤ  خو بې شمېره حادثې وې پکښې 

همدرد یوسفزی

 

د مرګی دې شی دا ډېر مصروفیتونه

پۀ ګردونو مې اټ شوی کتابــونه

 شاہ نواز افغان

 

که مړ شوم خپله زندګۍ راسره هم ښخه کړئ 

د کتابونو المارۍ راسره هم ښخه کړئ

نسیم ایثار

 

کومه د ځوانۍ پۀ دې شباب کښې شاعري

خوندي به مې پرته وي پۀ کتاب کښې شاعري

زبير شيخ

 

ځما په جیب کې د روپۍ درک هم نه لګیدو

ځما د کټ سر ته پراته وو کتابونه بلها

نور البصر

 

تا سره بخث! یره نۀ لرم نور تاب سړیه

دے نه خو ښه ده چې زۀ ولولم کتاب سړیه

شوکت ساحل

 

"کتابونه د فټ پات په سینه بوج دي

پېزارونه په دکان کښې مېلاؤېږي"

عبدالوحید_ګران

 

وړې وړې پاپې یې د وطن د مټو زور شه 

اخ ماته مې بچي له کړه اوږه په کتابونو

معصوم خټک

 

وينه پرې د هوس د لیونئ تندې اخته دي

رواسته شو په مازغو کښې په پنډونو کتابونه

 محمد سعید سعید ص -
بېرته شاته