(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.03.2021کعبه او بتخانه

[31.Mar.2021 - 13:16]

د خپل یار له غمه هسې دیوانه یم

چې خبر نه په کعبه نه بتخانه یم

 

چې بې آهه، بې نارې، بې ږغه سوځم

پر څیراغ د مخ دي هغه پروانه یم

 

که پر سل ځایه اره شم، خبر نه یم

د کاکل په شوق یې زه هغه شانه یم

 

د خال خیال یې ما ضعیف لره کافي دی 

د مېږي په دود قانع په لږ دانه یم

 

په وصلت کښې یې لا څه را وشي ګوره

په تش خیال یې له عالمه بېګانه یم

 

چې یې خیال ساتم د سرو لبو په زړه کښې

دا په دا مدام، د لعلو خزانه یم

 

دین مذهب به له ما څه پوښتې حنانه؟

چې یې مست مدام د خولې په پیمانه یم

.........

ډېره اؤچته ریشه(شعر) په ډېر اؤچت ږغ کښي.   دا اؤچت خیالي ریشای(شاعر) ښادروان حنان بارکزی ریشه(شعر) چي د اؤچت ږغي سندرغاړي  ښاد روان ساربان په خواږۀ ږغ کښي ویل سوې ده:

-
بېرته شاته