(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.03.2021عقل

[31.Mar.2021 - 13:13]

که د عقل پسې لاړم په کار نه شو

که له بخته مې ياري غوښته يار نه شو

غرونه غرونه خو په څاڅکي اوبو درومي

يار زما په سيند د اوښکو بېدار نه شو

مالومېږي چې کمبخت د درست جهان يم

چې د درست جهان دلدار مې دلدار نه شو

که يې سل ځله اقرار راسره وکړو

دا زما ناقرار زړه په قرار نه شو

ډېر غمونه دي چې زه يې خورم پخپله

په دُنيا کې مې بل هېڅوک غمخوار نه شو

که مې سل نصيحتونه ورته وکړه

دا خدای بې لارې کړی په لار نه شو

سهل کار دی که رحمان په زړه ازار شمه

چې خاطر د هغې مستې ازار نه شو


ژوبل ژوبل د خوبانو په نگاه يم

لا تر دې نه زيات غُصېږم چې فنا يم

د سپين مخ د تورو زُلفو له رغبته

منت بار د هر سفيد د هر سياه يم

د رقيب خبرې وړم د يار دپاره

دعاگو هم د نېکخوا هم د بدخوا يم

بې د عشقه که مې عيب که مې هُنر دی

نه خبر په عبادت نه په گناه يم

ښاخ د زُلفو يې پخپله خدای راټيټ کړ

گنې زه د يار تر قد پورې کوتاه يم

بې صبرۍ د يار په وصل کې مهجور کړم

د سپرلي په مرغزار کې وچ گياه يم

د رقيب علاج اسان دی بلا وشوه

زه رحمان د خپله ياره ناويسا يم

 

پاڅه يو ځلې سېراب د عشق په جام شه

په ساغر د ماه او مهرو می اشام شه

له اوله بنده گي بيا آزادي وي

که مقصد د آزادۍ لرې غُلام شه

په مستانو کې د عقل خاوند غل دی

که په نورو خلکو خاص يې دلته عام شه

ځان ژوندی په ځمکه خښ کړه لکه تُخم

که لويي غواړې د خاورې په مُقام شه

په نېستۍ کې د هستۍ مرتبه گوره

نندارچي په وېرانه کې د خپل بام شه

اې رحمانه د بُلبلو ژبه زده کړه

پس له هغې په صفت د گُل اندام شه

 

لېونی شوم نن مې يار ليدلی نه دی

ما د درست تورکو سردار ليدلی نه دی

چې پېسه ورسره نه وي خود غريب

ما غريب سړی هوښيار ليدلی نه دی

هره ونه خپله خپله مېوه نيسي

په نارنج کې مې انار ليدلی نه دی

مالداري او دلداري د سره لرې

ما مالداره ايمانداره ليدلی نه دی

هر سړی د خپل مطلب پورې يار دی

ما د خدای لپاره يار ليدلی نه دی

زه رحمان د محمد د در خاکروب يم

ما د ده غوندې دربار ليدلی نه دی

 

گدې ولوېدل شاهان او سُلطانان

هېڅ نيمگړی په چا و نشو دا جهان

که هزار هزار فنا شي په يو دم کې

بيا پيدا شي په يو دم کې هزاران

يو د بل په غم نه نرم وي نه گرم

رحمان بابا Rahman Baba

-
بېرته شاته