(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[30.Jun.2020 - 15:31]

غــــزل

تش دی خو دومره هم نۀ دی خالی زما لاسونه

د غـم کـرښـې بلـهــا لـــری فــالی زمــا لاسـونـه

 

پــه غنــو کــښې نیــولــی دی لالی زمـا لاسونه

ګلــونــو ســـره نــن کـــوی سیـالی زما لاسـونه

 

بـس دغـه چې دعـا بـانـدې یـو تـا ته اوچتېږی

نور چـا ته خـو الله مۀ کړې سوالی زما لاسونه

 

زخمـونه ئې ګلـونه وینې وینې ئې خـوشبو ده

رېـبـلـی پـه خـطا نــۀ دی مــالــی زمــا لاسونه

 

دا څۀ په څومره ښکلې بهانه باندې مې وژنی

تــړی د زنـځـیـرونـو پــه کالــی زمــا لاســـونه

 

زړګـے مـې هـمـایونه لوټې لوټې دے کابل دے 

سـیـنـه مـې پـښتونخوا ده ابدالی زما لاسونه

 ارواښاد هــمــایــون هــمــدرد

 
-
بېرته شاته