(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امن غواړو

[22.Jun.2020 - 09:01]

امن غواړ نور د جنګه ستړی یو  

مونږ د پی ټی ایم د کاروان غړی یو

ډیر عمر مو تیر په صبر صبر شو  

نوره انقلاب ته لاباغړی یو

 

مونږ د پښتونخوا د جګو غرونو سربازان

لوړی حوصلی مو دی ګټو به هر میدان

مونږ ته که رادرومی هتکړی او که زندان

مونږ به دی منزل لورته دغسی یو روان 

واړه ننګیالی یو سر پریکړی یو

مونږ د پی ټی ایم د کاروان غړی یو

 

اوس را بیدار شوی یو که لر یو او که بر

حق غواړو انصاف غواړو د سمی او د غر

نه مو کیږی اوس د ازمیښتونو نه خطر

هغه دی اوس خیر غواړی د ځان او د لښکر

چا چی په نړی کی بدنام کړی یو

مونږ د پی ټی ایم د کاروان غړی یو

 

امن غواړو نور د جنګه ستړی یو

مونږ د پی ټی ایم د کاروان غړی یو

شاعر: فدا محمد فدا- جانی خیل

-
بېرته شاته