(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هسې

[20.Jun.2020 - 14:34]

تا وې زړه کې مې خبرې

ما وې څه دي راته وايه

په موسکا دې وې چې هسې

ما وې هسې دې قربان شم

 

په دې هسې کې دې څه دي ؟

څه خواږه دي، که تراخه دي؟

دا ګلونه، که اوبه دي ؟

 

وايه څه دې چې په زړه دي

تا وې نه، نه، هېڅ هم نشته

نه خواږه شته، نه تراخه شته

نه ګلونه، نه اوبه شته

 

خو بس هسې يو څه شته دي

نه پوهېږم چې دا څه دي

په دې زړه کې مې پراته دي

څه دردونه دي، خواږه دي

 

کله لږ شي، کله ډېر شي

لاس تر غاړې مې چاپېر شي

رايادېږي رايادېږي

نه هېرېږي، نه به هېر شي

 

ما وې يا شومې بخيلې

ننواتې درلېږم

خپلې ماتې ګوډې هيلې

دا خواږه خواږه دردونه

 

پاڅه ټول راسره نيم کړه

نيم به ستا نيم به زما شي

دا په تول راسره نيم کړه

تا وې نه کېږي شاعره

ما وې ولې ولې ولې ؟

تا وې هسې هسې هسې

ما وې هسې دې قربان شم

تا وې ولې ولې ولې

ما وې هسې هسې هسې

 ښاغلی پیر محمد کاروان

خوست، توره وړۍ

۲۰ نومبر ۲۰۱۰

-
بېرته شاته