(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داڅه شولو

[15.Jun.2020 - 15:22]

دا څه شولو مونږ

عجیبه بدې زمانې ته شاهدان شولو مونږ

د پخوانیو ښو کلونو په ارمان شولو مونږ

 

پلار ،نیکه او غورنیکونه مو څه صادقان خلک ول

خدای ج.، خاورې ،قوم ته سم صادق؛خو خاینان شولو مونږ

 

ساده ژوندونه،صفا زړونه  ښه نیت د خدمت 

د وطن لیار کښې شهیدان سول او افغان شولو مونږ

 

د افغان نوم لوړ پر جهان و هر چا ېې قدر کاوهء

میلمه پالنه ، ڼنګ غیرت د داود خان شولو مونږ

 

افسوس څلویښت کاله بدلون دی ،په حال رانغللو

نه شلو چپي ،نه شلو راستې نه مسلمان شولو مونږ

 

لوی او واړه ملکونه زموږ مُلک نه شکاوڼې کوي

د یو پاچا پر ځای شپاړس رهبران شولو مونږ

 

آ د عزت او د غیرت سپینګیري پاتې نه سول

د موډ،فیشن او د ډالر ټیکه داران شولو مونږ

 

یو ورور د بل ورور شو دښمن، سیوری ې په ګولۍ ولي

حکومت ډک دی له فساد ،تش قوماندان شولو مونږ

++

قتل، نفاق، غصب او غضب حکمدارانو کښې سته

جوالي> والي؛ کوچی > موچي ؛ مشاوران شولو مونږ!!!!!!!!!!!

++

منافقین او څلورمخي اوبه خړوي مایان نیسي

که کوم خیرخوا یا متقي وي، یه قربان شولو مونږ

 

بس دی ساپیه! زړورتوب دعوی دې ډیرې وکړې

د یوویشتم پیړۍ ځنګل کښې ګیدړان شولو مونږ

 

حمید مومند یا ماشوخیل چې یادومه ژاړم

زه یم څووم (حمیدالله )؟ ،ځان ته حیران شولو مونږ

په ټوله پښتني افغاني مينه او مڼنه

بروکسل ۱۸/مارت/۲۰۲۰= ۲۳رجب الحرام=۲۸ کب حوت ۱۳۹۸د غرمې ۱۲:۳۰ بجې 

-
بېرته شاته