(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرونا ده

[15.Jun.2020 - 14:53]

چا کړه تېره

 څوک یې تیر کړل

څوک ېې اخلي 

څوک یې نه اخلي

 

څوک یې مني چې رشتېا ده

څوک یې نه مني افوا ده

څوک وایی هسې نړیوالو

جوړه کړې اوس غوغا ده

 

په چا تېرې شولې سختې

څوک وایي دا خو محرقا ده

څوک وایي هېڅ کولی نه شي

څوک وایي دا بده بلا ده

 

څوک وایي ځم الکوزي ته

جوړه کړی یې دوا ده.

په درې څاڅکو سړی روغ شي

دحکېم لاس کښې شفا ده

 

وزارت د روغتېا وایي

دحکېم دوا وانه خلئ

 عملیان به شئ دسېلمې

چې پرته پکې نشه ده

 

څوک وایي څاڅکي مې راوړي

کور کښې ټولو دې خوړلي

 

ځینې وایی ما خوړلې

 هم مې کورته ده راوړې

کور کښې ټولو ده خوړلې 

په یو ساعت کښې ټول ښه شوي

 

 

څوک وایي ځوان ته نه لګېږي

بوډاګانو پرې اخته کېږي

که ېو ځلې پرې اخته شو

بېا تر نور نه پاتې کېږي

 

دا مرض په رستېا څه دی

کرونا ده کرونا ده

-
بېرته شاته