(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هم غزل دی

[15.Jun.2020 - 14:35]

هم غزل دی، هم غزاله، آهو چشمه، ګل نګاره

پري وشه، مشکي خاله، آهو چشمه، ګل نګاره

 

دا په فن مجسمه سازه، ښاپېرۍ، ګیسو درازه

موشګافه، نازک خیاله، آهو چشمه، ګل نګاره

 

همېشه ساغر په لاس کې، د ململ نري لباس کې

دا می نوشه، دا بې حاله، آهو چشمه، ګل نګاره

 

بې حجابه ناسته حوره، بې نیامه سپينه توره

باریک بينه، باکماله، آهو چشمه، ګل نګاره

 

دا نازکه نازولې، تا کړه جوړه دومره ښکلې

کومې خاورې نه کلاله؟، آهو چشمه ګل نګاره

 

دا ګل رنګه ګل رخساره، د سرونو موسیقاره

جوړه سره او له تاله، آهو چشمه ګل نګاره

 

د دیوانو په زندان کې، ناسته اوښکو په باران کې

د وطن بدرۍ بې شاله، آهو چشمه ګل نګاره

 

یو سعود، یوه جونګړه، یوه دا، په ایرو خړه

دا د ستورو کلیواله، آهو چشمه ګل نګاره

 سعود بنګښ

.........

غزاله = هوسۍ، جانان، معشوق

آهو چشمه = د هوسۍ په څېر سترګې لرونکې

ګل نګاره = ګل جوړوونکې

پري وش = پریوش، د ښاپېرۍ په څېر ښکلې، د ښاپېرۍ په شان ښکلې

مجسمه سازه = بُت جوړوونکې، پږسازه، پیکرسازه

ګیسو درازه = اوږدې څڼې (زلفې) لرونکې ښځه

موشګاف = احتیاط کار، ويښ، ځيرک، هوښيار، ژرپوهی، تېز ذهنی، د وېښتو څرمن سپینوونکی (بال کی کھال کهینچنے والا)

باریک بين = ډېز زیات حساس، احتیاط کار، ستونز ذهنی، ستونز خوښی، ستونز زېږی، کړکېچن

نیام = تیکی، تیکه، پوښ، چښتون، تچ

-
بېرته شاته