(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بېا مازېګر شو

[15.Jun.2020 - 14:19]

بېا مازیګر شو د نظر د سوزېدو یره ده

په هغه پورې بام د اور د لګېدو یره ده

 

زما د ژوبل ژوبل  زړه درزېده هسې نه دي

بېا مې په خوا کښې د قاتل جانان د تلو یره ده

 

وخانده لږ ددې سکڼي، سکڼي ماښام په خاطر

ښکلېهپام چې د ښېرو د لګېدو یره ده

 

سایل هم نن غواړي اقرار او دانکار فیصله

ځما د لوې صبر دجام د تویدو یره ده

(رحمت شاه سایل)

 

.

 

د پښتو ژبې نوموتی، منلی، قامي ،  انقلابي  شاعر او لیکوال  ښاغلي رحمت شاه "سائل" د امين گل زوی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درگی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دیتر څلورم ټولگي یې ښوونځي لوستی دی د ورځپاڼو له لوستلو سره یې مينه لرله او مقالې به یې هم ورته ليکلې.

رحمت شاه سايل له ماشومتوب نه په شعروييلو پيل کړی. هغه خپل لومړنى شعر په ١٣ کلنۍ کې ووايه او بيا يې شل کاله وروسته خپل لومړنى کتاب چاپ کړ. د نوموړي گڼ شمېر شعرونه د ډېرو سندرغاړو لخوا د موسېقۍ په ګاڼه سمبال شويدی .

د رحمت شاه سايل چاپ شوي کتابونه :

  1. د وير په چم کې وار د نغمو دی - شعري ټولگه
  2. د لمبو په سيوري - شعري ټولگه
  3. د ښايستونو د سپرلي بادونه - شعري ټولگه
  4. درد چې د څړيکو څانگې وسپړلې - شعري ټولگه
  5. د وينو رنگ په لمبو څنگه ښکاري؟ - شعري ټولگه
  6. تا له تصوير په گلاب جوړ کړم که نه - شعري ټولگه
  7. د چينارونو نه لمبې ووتې - شعري ټولگه
  8. حالات چې اور اوروي - شعري ټولگه
  9. ته به په خپل تصوير کې څوک ځايوي - شعري ټولگه
  10. زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم - شعري ټولگه
  11. آخري سندره - افسانې
    حالات چې اور اوروي - شعري ټولگه
    ريبار ـ د شعرونو لومړۍ ټولگه.
  12. سره بڅري ـ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولگه.
  13. د ثقافت تاريخي بنيادونه ـ نثر
  14. ټپه که ستاينه - نثر
  15. هر تصوير زما تصوير - مقالې
  16. خبرلوڅ تصويرونه - مقالې
  17. په في الميزان کې د هېواد معنوي اړخونه - نثر

او ...........

 

 

 

 

 

غزل

اوښکې څه داسې چل په سترګو د جانان کې کوي

لکه واړه چې پټ پټوڼی په باران کې کوي

ما د ټپې غوندې په غېږه د ژوندون کې واخلي

ماته زما قیصه په جار او په قربان کې کوي

د غوټۍ پټ تبسم هم د ګلستان برخه وي

دا خلک څنګه ژوند په ذات کې او په ځان کې کوي؟

د پښتنې مینې د زخم د ګلابه زار شم

چې تل ګلونه په فراق او په هجران کې بېرته شاته