(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درد مې قطره قطره

[05.Jun.2020 - 15:30]

درد مې قطرہ قطرہ راټول کړو

تحریر: عزیر احمد

 

زما د خیال خاپیري دومرہ بے نوا ھم نہ دي

ما بہ تاریخ غواړی اشنا ما بہ حالات غواړي

 

جلبل خټک چې خپل نوم ئې وکیل شیر وو پہ شلم صدې کې پہ کال ۱۹۷۸ کې د ساولڈھیر پہ تاریخی کلې او د باتورانو پہ ھار مردان کې پیدا شوے وو۔ ابتدائی تعلیم ئې د ساولڈھیر پرائمری سکول او د ساولڈھیر ہائی سکول نہ حاصل کړے وو۔ خو د ډیر وړوکوالي نہ د غربت خکار شوې وو او ھم پہ دې وجہ ئې نور تعلیم جاری او نہ ساتلې شو۔ زکہ چې یو طرف تہ غربت شي، د کور مجبورې او بل طرف تہ د حالاتو جبر نو پہ داسې حال کې د انسان نہ لیونې جوړ شي۔

ھم دا وجہ وہ چې د ډیر وړوکوالي نہ ډیر حساس طبع وو او د ژوند متعلق ئې ډیر جور نظر لرلو۔

 

شاعرې ئې خو د ډیر ورکوټوالي نہ شروع کړې وہ خو د ادبی ژوند باقاعدہ آغاز ئې د کال ۱۹۹۵ کې خپل ډیر ګران ملګري سلیم ناشاد سرہ دپختو ادبی گلزار فاطمہد فلیٹ فارم نہ اوکو۔ او ھم دغلتہ خپل ګران ملګري فقیر شاہ فقیر سرہ ملاؤ شو او دغسې دا ادبی سفر د ادبی دوستانو مرکہ مردان تہ اورسیدو۔

 

جلبل د غني د فن او فکر نہ ډیر متاثرہ وو او پہ دې وجہ ئې شاعرے کې د غني خان رنګ ډیر نمایاں دے۔ وئل بہ ئې چی ما غنی ثکلې دے۔ او واقعی چی د ھغہ نظمونہ لکہتخلیق کائنات، ژوند سہ دې، پیغاماو داسې نور نظمونہ کې د ھغې اثر خکارہ دې۔ ھم د غنی خان د فکر او د شخصیت سرہ د مینې وجہ وہ چې ھغہ د غنې پہ فکر او فن باندے یو ډیر مشہور نظمد غني تصویر تہلیکلې کوم چې خپل ثانی نہ لري۔

 

وخت دې خلاس

تالاش دے ګران دے

یو چوکاټ کې سمې نہ خورې

موټر کندي تہ ګزار کړې

خو لنډہ دا چې غنی خانہ

پہ ما ګرانہ غني خانہ

چا چې زان خاؤرے ګنړلې

ھغوي تل کمال موندلې

 

جلبل پہ خپل قام ډیر مئین وو زکہ ئې پہ خپلہ شاعرے کې د پختون قام غم ژړلو۔

او خپل نظمونوماشومہ جینې، تورانکہاو داسې نور نظمونو کې ئې د ھغې اظہار کړې۔

 

زما قلمہ تہ ګواہ اوسہ د دې خبرې

پہ قام مئین وو جلبل زکہ شاعری کړې دہ

 

جلبل پہ علامتی نظم کې خپل ثانی نہ لرلوتورانکہ، ګیدړ، کوترې، اباسین، د اے پی ایس حسنیاناو داسے نور علامتی نظمونہ د دے خکارہ مثالونہ دي۔

 

ګیدړ بېرته شاته