(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اورونه

[05.Jun.2020 - 15:25]

دا څه اورونه له اسمان وریږی 

نن چه په ګرا ن افغانستان وریږی

 

چه په هر لوری ګړم نظر د سترګو

اور او انګار په مسلمان وریږی

 

زړه پريشانه پردیسی کی زما

چه می په کور دغم باران وریږی

 

خواره واره شول لر او بر پښتانه

مرګ بی اجله په هر ځوان وریږی

 

غم د وطن کی لیونی شومه زه

ځکه می اوښکی په ګریوان وریږی

 

سوزی زړګی د کاملی ورسره

اور چه په سر د هر افغان وریږی

کامله

-
بېرته شاته