(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نیلی

[05.Jun.2020 - 15:24]

هغه څوک چې د اخلاص په نيلی سور وي

عام و خاص به يې د زړه په مينه ګوري

 

که ګرانښت په هرچا غواړی نو ځان ټينګ په صداقت کړه

د يادګار باغ  به دې تل تر تل سمسور وي

 

عمارت د ړنګو زړونو په ښه خوی سره ودان کړه

د هر چا د زړه په کور کې يې ستا کور وي

 

د بيکسو نا اميدو دلجويي کړه قام پرور شه

په هرچا به ستا د مينې قرض او پور وي

 

حق ته ګوره، حق ووايه، حق وغواړه، حق پرست شه

مخلصان به دې هزار هزار هرلور وي

 

ته ملنګ يې ملنګ جانه په ترووتر خو غوږ کوڼ کړه

ملنګانو پسې تل د سپيو شور وي

........

 
-
بېرته شاته