(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دجنت حورې

[04.Jun.2020 - 15:12]

خدایه  د جنت حوري  تباه کړې چې بېغمه شو

بس ده توره شپه نوره سبا کړې چې بيغمه شو

 

هره  ورځ   مرګونه  تباهي   ده  پدې  کلي  کې

خلاص مو ربه نور له دې بلا کړي چې بې غمه شو

 

پوچې  ککری  له  شماره  وتي  مو  په  کار ندي

څو  د  کار  سرونه  راپیدا   کړې  چې  بېغمه  شو 

 

ټول خو به هم نه وي ګناه ګاره سوال مې واوره لږ 

خیر دی ښه او بد سره جدا کړې چې بېغمه شو

 

هغه چې له  مینې  نه  منکر  دي   کوي  کرکه  تل

ځمکه  له هغو ځینې  سیوا  کړې چې بېغمه شو

 

تل  يې   غم   کرلی خوشالي   ریبي   له  زړونه نه

دا  بدې  ککرې   زر  پناه  کړې   چې   بېغمه  شو

 

نور څه درنه نه غواړي بس دومره انجان وایي  چې

خیر لږه پیرزو په مونږ خندا کړې چې بیغمه شو

دیاسنګ انجان

-
بېرته شاته