(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[04.Jun.2020 - 14:58]

خوله مې کښېښوده، ویده شوم په رنګينو رخسارونو

چې مې سُود د زړه کېدلو، راغی خوب په انګارونو 

.

دا په دې لاره تېر شؤی کوم د وينې سوداګر دی؟

چې ګلونو کښې سا نشته، وار خطا د بهارونو 

.

ما د خپل بزم ډېوه کړې، درته ګورم غلی سوځم 

ستا محفل ته څنګه درشم، دی قدغن په اظهارونو 

.

دا د حسن مملکت کښې کوم نمرود دی پیدا شؤی؟ 

چې د زړونو کلي وران شو، اور شو پورې په ښارونو 

.

چې دا ستا لپاره ورک شول، ننداره یې لږه وکړه 

مينې، څومره ښکلي ښکاري، ځوان فکرونه په دارونو؟ 

.

چې په موږ یې چمن اور کړ، اوس دې راشي که کتلای شي 

سرهٔ لاله په سرو مېرو کښې، د ارمان په مزارونو 

.

دا د چا د مينې داغ مې په تندي دی لګېدلی 

چې بدنام شومه، رسوا شوم، په کوڅو، په بازارونو 

.

ستا د مينې برکت دی چې ژوندون زما تېرېږي 

څه د چا په الزامونو، څه د ستا په انکارونو 

.

قلندر ستاسو تکل کښې تورو شپو ته غاړې وځي 

کوم ظلمات کښې يې ورک شؤي ښکلو ښکلو سهارونو 

.

.

ویده = اُوده، بیده

قدغن = بندیځ، بند، پابندي، منع

تکل = هڅه، کوښښ، لټون، اراده

لاله = غاټول، خاټول، غانټول، رېدی، سندی، شندی، شیندی

ظلمات = ۱) تیاره، تورتم ۲) د ظلمت ډېرګړی (جمع)

.

The army is arresting,torturing, shelling locals of Eidak in N. Waziristan because of an attack on check post. Many locals hv been injured wd killing of at least 1 Saeedullah hs been confirmed.The area has been sealed.

ارواښاد قلندر مومند

سباوون - مخ ۸۴

ممتاز خان

-
بېرته شاته