(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهید

[04.Jun.2020 - 14:41]

(( شهید ))

اے شھیده اے عاشقئ اے بچیہ دا منصور

په خندا جانان ته لاړې ‌‌‌‌‌‌ډوب دریاب کښ شوے دا نور

نادانان درپسے جاړی ماشومان درته مجنون وئ

لیونے درته پسخیږی اے ایرے دا کوه تور

ننګیالیه سر دے ورکړو دا یار خپو کښ دے لوګې که

اوس ئے ګوره مسکے سترګے ‌‌‌‌‌‌ښکلے ډکے دا غرور

ما راوړے تا له نه دی دا سرو ګلو امیلو نه

دا جنت بلبلان څه کئ دا دنیا دا باغ ګلونه

تا کړے خپلے سترګے خاورے چه زما پرے شی روښانه

تا قیصه زما دا دړد بره یوړه تر آسمانه 

ستا دا وینے څاڅکے څاڅکے چه تا توے کړه دا ارمانه 

ما ته سرے ‌‌‌‌‌‌ډيوے بلیږی په کوڅه کښ دا جانان

دا دنیا تاجونه ځار شه ستا دا بخته ستا دا شانه

دا لیلی په زنګون پروت ئے دا مجنون څيرے ګریوانه

ما راوړی تا له نه دی دا رامبیلو امیلونه

دا جنت بلبلان څه کئ دا دنیا دا باغ ګلونه

(( غنی خان بابا ))

-
بېرته شاته