(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم، پښتو

[04.Jun.2020 - 13:55]

نظم ؛ ( پښتو )

حفيظ الله ياد

پښتو مي ژبه، پښتو تن، پښتو ايمان دې زما

پښتو خوږه، پښتو پسته لکه جانان دې زما

 

پښتو د ميني د اظهار کولو پاکه ژبه

چي پکښې زه خپل يار ته حال د خپل زړګي وايمه

چي پښتو وايي خو پالنه د پښتو نه کوي

هغه وګړو ته له سره لېوني وايمه

 

پښتو يواځي د ويلو تر حد پاتي نه ده

پښتو د خوب، پښتو د خيال او تصور ژبه ده

چي پکښې پېغلي وي ټومبلي په اوربل ګلونه

د جمالياتو د حدونو د انځور ژبه ده

 

پښتو د نورو ژبو شاتني يوه ژبه نه ده

بلکې پښتو ځان ته پوره د ژوند يو نظم لري

پښتو در ښايي چي د ژوند تېرول څنګه کيږي

پښتو په ځان کښې ضابطه د رزم بزم لري

 

پښتو زما دپاره ګرانه ده تر هري ژبي

چي خپلي مور راته په خپله غېږ کښې و ښودله

که پښتو نه وای ليا تر اوسه به ګونګی پاته وم

ما د شېدو په شان د مور په غېږ کښې و رٙودله

 

چي پښتانه کله پښتو وکړي له کم چا سره

بيا که يه سر ځي خو دا کړې پښتو نه ماتوي

که يه د ګرچاپېر ځنځير د پښتو لاره نيسي

ځان رسوي يا به ځنځير او يا به پښه ماتوي

 

پښتانه نه کوي قسم د کوم کتاب په نامه

يا داسي نه وايي چي زه درسره خورمه قسم

بس درته وايي چي له تا سره پښتو کومه

که مي په لاري مرګی راشي هم پښتو در پالم

 

زه که هر څومره باندي و ليکم، کولای نه شم

چي درته و ښايم پښتو او پښتونواله څه ده

چرته ملګری شه د لاري له پښتونه سره

ته به دا و وايې پښتو د ژوند دپاره ښه ده

 

پښتو مي ژبه، پښتو تن، پښتو ايمان دې زما

پښتو خوږه، پښتو پسته لکه جانان دې زما

-
بېرته شاته