(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه مرغۍ

[04.Jun.2020 - 13:53]

یوه ورځ چیرې پر لاره تیریدمه 

ناڅاپي دونې لاندې ودریدمه 

دوې مرغۍ شوې پاس په ونه کې په جنګ 

دواړه غونډې کلوله شوې په دا رنگ

دغونډ وسکې غوندی لا ندې ولویدلې 

پیشو ټوپ کړ دواړه یې غبرګې ونیولې

چغ وپغ شور و فریاد یې وکړ ‌ډېر

مگر څه کېده چې وخت وځینې تېر

نفاق دواړه دبلا په خوله کې ورکړې

غلیم دواړه رېز مرېز زیر او زبر کړې

دنفاق ونه ګل نلري سرداره 

نه به وڅکې میوه ترې مزه داره 

فرض کړه دا چې همیشه دښمن تیار دې 

د فرصت او د موقع په انتظار دی

که څوک کاندې اختلاف له خپله وروره 

له دښمن نه به پایمال وي په ضروره.

-
بېرته شاته