(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا ستا درد

[28.May.2020 - 15:08]

ستا درد بۀ په هزار درمان ورنۀ کړم

دا نسته به دغه سود په زیان ورنۀ کړم

 

کۀ څوک راکاندي دنیا و عقبی دواړه

عاشقي به دې پۀ این و آن ورنۀ کړم

 

څو مې تېغ پهلو نۀ دی بلوسېدلی

ستا پهلو بۀ و رقیب اسان ورنۀ کړم

 

کۀ مې چېرې لاس د ستا په بوسه بر شو

دا نعمت بۀ د جنت په خوان ورنۀ کړم

 

کۀ یو ځلې مې ستا زلفې په لاس کښېوځي

یو وېښته بۀ دې په درست جهان ورنۀ کړم

 

څو ونه وینم ستا سترګې کۀ یې خدای کا

عزرائیل لره بۀ هومره ځان ورنۀ کړم

 

معشوقې د عاشقانو دین ایمان دي

زۀ بۀ چا لره خپل دین ایمان ورنۀ کړم

 

ستا تر زلفو پورې نورې زلفې څۀ دي

پۀ خاشاک بۀ د چمن ریحان ورنۀ کړم

 

پۀ رحمان د ستا د لبومی حرام دی

څو د خپلو وینو جام تاوان ورنۀ کړم

 

عبدالرحمن بابا

د کلیات مخ ۱۸۴

-
بېرته شاته