(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[28.May.2020 - 14:59]

طنزون/ محمود نظری 

مړې پړې سترګې 

جار سم ستا لکه سویی دا رډي مډي سترګې

جا رسم ستا دکروتو لپاره دا ټیټی میټي سترګې

ته خو نه موږ ستا په کړو مړو ډیر شرمیږو

جا رسم ستا  دقدرت لپاره دا ویتي میتي سترګې

داسې خبرې کوې څوک له ورایه پوهیږي درواغ وايې

جارسم  ستا داده دعوه جلابي وچي مچي سترګې

له نکټايي سره دخلکو په په پزو  لکه کرونا ننوځې

جار سم ستا دغوښو لپاره  دا وږي مږي سترګې

سترګې مې لیدلی نه دي داسې لکه دا ستا سترګې

جار سم دښکار  لپاره داستا رټي مټي سترګې

اوریدلي مو دي چغر، بیجیا ، کاجر او چچړ

په تاریخ کې نه دي راغلي لکه ستا داسې چوغي موغي سترګې

دبایللو غورځنګ چې داسې وي  دګټلو به څنګه وي

جار سم بیابیا  ستا درواغو ویلو دا اېغي مغي سترګې

ستا د بایللو بیان چې داسې وي دګټلو به دي څنګه وي

جار سم ستا د چور لپاره داجنګي منګي سترګې

چي د بګیل سترګې داسې وي د وړونکي به څنګه وي

جار سم دمقام لپاره دا ستانېغي ګلمرجاني سترګې

په ټولو سترګو کې دي اول مقام یو وړ د بیشرمي

جار سم په تاریخ کې ثبت سوې ستا دا سپينې سترګې

هغه چې ځان نارینه بولي او ښه سینګار مینګارکوي

دهغه نارینه باید وي لکه ستا ډیری کمینې  سترګې

 

............

 

فیشني کورت

ددنیا تر ټولو پوه سیاسي سړی لکه چې دا ته یې ته

دپوستین له یوې شپړې څخه درته باجه خانه جوړوي

امریکا ته بې خولې اوښږمو سړی لکه چې دا ته يې ته

دهرزور واک غله لپاره له تا ګرانه معشوقه جوړوي

د هر غله او قاتل په کونه درته سپټی غوړوي

دهر سپک څخه بیاتاته ولي صدراو اجرائیه جوړوي

ډبل ډبل  غورځي د ټرامپ په اوږد اوغوړ موږي

ارګ په سپیره مخ هغه ته بیا بیا ولي اداره جوړوي

ټوله ورځ اپلاتې وايي ،بابولالې، بوغاړې وهي اوغرتې

دښمن په چپه خوله ولي هغه ته د تمرد بهانه جوړوي

لږ زور او تودې اوبه دفیشني کروتوسره په کار دي

ښه رهبران له ماشو څخه په میچن کې ګرګیره جوړوي

دلته د دعواجلابو په قانون ښه خوله وخوندیده 

هر پياده له ځانه د وزیر  اس فیل مهره جوړوي  

دلته اساسي قانون په هیڅ مکار او غدار نه چلیږي 

هر یو د اساسي قانون څخه د کاغذ تشاب یوه ټوټه جوړوي

ګناه د هیچا نه ده دا وطن اشغال دی  ټوله دي مرییان

هر بګیل د چور لپاره په ارګ کې د قانون پورته  داړه جوړوي

..........

بېرته شاته