(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخیال پوښتنه

[21.Apr.2020 - 19:09]

"د پښتو د شهنشايي غزل خیال محمد پوښتنه

او د فدا محمد مجبور سره ادبي بنډار"

نن په ۱۸اپریل د فدا محمد مجبور په خواهش د هغهء خونې بالا ماڼۍ ته تلي وو اول مو د پښتو د غزل د باچا خیال محمد پوښتنه وکړه چې څو ورځې وړاندي يي ناروغي زیاته شوي وه خو اوس يي ګوزاره شوي ده د خیال محمد خوږ غږ د پښتو غزل ډیر اعلی مقام ته رسولے دے دا انسان بې رویا بې ریا انسان دے خاکساري د ژوند خاصه ده په لیدو ماته بلها یادونه رایاد شول د حمزه بابا غزل مې په زړهء راووریدو چې ژوند هم یوه عجیبه قیصه ده چې د اوستاذ مسافر په موسقي کښې ریکارډ شوے دے 

 

ژوند ته وګوره ژوند څهء دے همه کار دے همه کار دے

هغه ژوند په مرګ حساب دے په دنیا چې بې روزګار دے

 

په ډیوه د خپل عمل کښې د وجود وینه که تیل کړي

ستا دپاره تیارهء نشته هر وطن درله بازار دے

 

بې کارې یو داسې کار دے چې منزل نهء یي مقصد شته

څوک به څهء ترینه حاصل کړه لکه اوښ یو بې مهار دے

 

د هستۍ په لویه لاره ځې وختونه نهء ودریږي 

لارویه څله ناست يي ستا وچاته انتظار دے

------------------------------

د افګار بخاری غزل هم رایاد شو چې 

 

لا مې چې زړګې ته رانزدي نهء وے 

لا مو چې تر مینځه فاصلې نهء وے

 

ما به درنه سر صدقه کړے وو 

تاته که پیغور د زمانې نهء وے

 

ولې به افګار داسې مړهء مړهء ژړل 

سترګې که دې ښکلیه دومره مړې نهء وے

----------------------------------------------

په خیال کښې ماضې ته لاړم د خیال محمد د ځوانۍ یادونه وو او د پېښور ريډیو د معیار او وقار زمانه وه شفع ناصر وو او د خیال په خوږ د هغهء دا غزل وو چې

 

لکه ماشوم چې په زانګو کښې ښپې لاسونه وهې

داسې مې زړهء سینه کښې تا پسې ټوپونه وهې 

 

---------------------------------------------------------------

 

د خیال محمد د ماضې په دغه تصور کښې د شهزاده خان جوهر غزل هم په محفل راخور شو چې

 

بیا دې په زلفانو کښې اشنا ګلونه وینمه 

تورو تورو شپو کښې څهء رنګین خوبونه وینمه

 

هاغه دے محشر کښې یوه لویه  هنګامه شوله

بیا د چا ګریوان او د جوهر لاسونه وینمه

------------------------------------------------

د غزل د باچا سره مو څو خواږهء ساعتونه تیر کړل په ګډه مو د هغې د صحت لپاره دعا وکړه او د ټول انسانیت خیر مو د الله تعالی نه وغوښتو زمونږ په راتګ ډیر خوشحاله بېرته شاته