(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخدمتګار

[21.Apr.2020 - 19:06]

محمديوسف خدمتګار مزدورزی 

بی خبري

 

زما د قــوم ارواح پــه ځـالـه کی ویــده پـاتـی ده

ځکـه تګــلاره کـی زمـا لا اوږده شـپـه پـاتـی ده

زه د نــړۍ ابـادي نـه مـنـمـه دروغ یـی بـــولــم

پـه کـی کــنـډو کــنـډو زما دیـره حجره پـاتی ده

پـه پـرمخــتـګ اوتــرقـۍ د بـل چـا څـه کـوومه

چی قـوم می پاتی دی زه پاتی یم جګړه پاتی ده

په جنـتي وطن کی پروت یم او کډوال می بولي

نه می جومات کی برخه شته نه هدیره پاتی ده

دسر منزل په لور دژوند کاروان له مونـږه تللی

لارښود می نه شته ترږمۍ ده لاراوږده پاتی ده

اغـیار ټوپک راله راوړي ما لـه قـلم په کار دی

پـه دی توپـان کی مـو دپـوهی ډیوه مړه پاتې ده

دا نـتـیجه دبی خـبرۍ ده خـدمـتګــاره پـوه شــه

قوم دی راویښ کړه که دی مینه پښتنه پا تی ده

 

مات سرونه

 

سـتا د نظـر خـواږه مـې تانـه پـه تلـو تلـو کې یوړل

د بیـلــتانـه  تـیره  اغــزي مـې پــه ټــپـو کـې یوړل

ما د ســفـر تـوښـه خـالــونـه سـتـا د ټـنـډې  د مـنـځ

له لـیدو وروسته د تګ وخت کې په لیمو کې یوړل

اغـیارو شاتـو کې زار ګــډ راوړل رنـدانـو مـنځ تـه

کـله چې تـلل نـو يي لالــونـه  پــه ایــرو کې یوړل

تا هم ړندې کړې ډیرې سترګې چې راوغـورځیدل

چې ټـپي زړونــه دې د څـڼـو پــه کمڅـوکې یوړل

اوس دې کـوڅـه  ساتي نالوستي ملایان  پـه څوکۍ

د ځانځانۍ دښــتې اغـزي مې پـه سلـګـو کې یوړل

بس خدمتګاره زړه دې مات نه شي نورمه وایه څه

مـونـږ مات سرونـه ډیـر د هـیلـو جـنازو کې یوړل

 

 

 

 

تنکۍ مینه

 

څــه تـنـکـۍ مـیـنـه مـــې وســولـه  تـبـا شـــــوم

ځــکـه  نــه  ددی نــړۍ  نـــه د عــقـبـا شــــــوم

سـاقـي جــــام د بـیـخـودۍ زمــا  مـات  شــــوی

پـــه  بــا زار د لـیـونـیـانـو د خـــــنــدا شـــــــوم

د رقـــیـب  نـاخـــــوالـو نـــه  یـــــم  زورولــــی

دا مـې خـپـلـه پـه ځـا ن کــړي د ي هـمـدا شـــوم

د نــفـاق اورمـی بـلـــــیـږي  پـه  لـــمـن  کـــــې

نــه پـوهــــیـږمـه چـې څـه وکــــړم د چـا شــوم

لـکـه آس مـې لـه خــــپـل زوره خـــــبـرنـه یـــم

نه غــــــیـرت شـــوم  د مـلالـې نـه حــیـا شـــوم

د خـوشـال د تــوري شــرنـګ راځـینی هــیردی

چـې خـپل ورور ته د اورنګ په خوله بلا شـــوم

خـدمـتــګاره  ځـمکه  کلــکه  آســـــمان لــــوړ ؤ

زه خـــلاف د خــپـلـې هــیـلې تـــرې جـلا شـــوم

 

 

 

دآزدۍ پسرلي ته

ســـا نـــــیــولــی دې ولاړ یـــــم دروازه کـــې

روح مـې سـتا ســترګـو تـه ګـوري بېرته شاته