(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشېخ او ملا

[31.Mar.2020 - 11:15]

د خوشال بابا کلیات/ مخ - ۷۵۴

.

ما د شیخ او د ملا حکایت نه زده

ما بې میه، نیه، بل روایت نه زده

.

چې یې نوم د عاشقانو په شماره شو

دا هم ښه که بوالهوس محبت نه زده

.

ته چې هسې په چمن کې چمان کېږې

سبره، تا زما د یار په قامت نه زده

.

عام عالم وته په خپله ځان نادان کړم

هسې مه وایه چې ما کنایت نه زده

.

د درویش په زړه کې درست کتاب مرقوم دی

که په خوله یې د عربو لغت نه زده

.

وایي تا سره مې نیت دی د یارۍ

هسې هېښ یم ګڼه ما په تش نیت نه زده

.

نادان یار به صدقه تر هوښیار یار کړم

نادان یار د اشنایۍ قیمت نه زده

.

عاقلانو څخه څو رنګه حکمت دی

لېونیو یو د عقل او حکمت نه زده

.

و عاشق ته نصیحت مه کړه ناصحه

خود پوهېږې چې عاشق نصیحت نه زده

.

د خدمت له نتیجې نه چې محروم شوم

زه لایق نه یم، که تا عنایت نه زده

.

چې بې سته مېلمه کېږي هغه زه یم

که اشنا مې د هندو غوندې ست نه زده

.

زاهدان چې لمونځ روژه کا، جنت غواړي

ما خوشال د مزدورۍ طاعت نه زده

.

.

حکایت = داستان، کیسه، ماجره

میه = می، شراب

نیه = بین، شپېلۍ، نی

روایت = دود، رواج

بوالهوس = ۱) حريص، طمع کوونکی، لالچي ۲) شهوتي، عياش

چمان = له یو اړخ نه بل اړخ ته خوځېدل، رپېدنه، خوځېدنه = Swaying from side to side in walking; walking jauntily or with a strut, walking haughtily or gracefully

سبر = سروه، د دیار ؤنه

کنایت = نغوته، اشاره، پېغور

کتاب = دلته د کتاب مانا قرآن مجید دی

مرقوم = لیکل شوی، رقم شوی

هېښ = حیران

عنایت = عطا، بخشش

طاعت = عبادت کونه، غاړه اېښودنه، وینا وړنه، مننه قبلونه

(ممتاز خان)

-
بېرته شاته