(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو مین په تا ېم

[31.Mar.2020 - 10:23]

پښتو مين په تا يم که وم، وم که نه وم نه وم
هر کله به دې ستايم که وم، وم که نه وم نه وم

 

پښـتو کـه رانـه لاړه، نـوهر څه بـه رانـه تـلـلي

نـو بـیـا تـالا والا یم، که وم وم که نه وم نه وم

 

پښتو د بڼ چوڼۍ يم شور به کړمه پښتنو ته
نو بيا تالا والا يم که وم، وم که نه وم نه وم

د رب مخ مي در وړی دی پښتونه پښتو ټينګه کړه
زه تا ته په ژړا يم که وم، وم که نه وم نه وم

دروغ مي هيڅ زده نه دي هم ټګي کولی نشم
پښتون يم په رښتيا يم که وم، وم که نه وم نه وم

خبره د زلمو ده چي پښتو ته ځان تکړه کړي
زه زوړ يم او بوډا يم که وم، وم که نه وم نه وم

غليمه ورځ به راشي چي له تا سره ګڼل شي
څرګنده در ته وايم که وم، وم که نه وم نه وم

ليلی د مجنون نه کړم زه به وينځه ستا په مخکې
مجنون د تا ليلی يم که وم، وم که نه وم نه وم

نړۍ ټولې ښايستې به در جار کړم د پښتو نه
تر مړيني به هم دا وايم که وم، وم که نه وم نه وم

پښتو بکياڼه ښه ده په دې درست ګلستان کي
د دغه بڼ بورا يم که وم، وم که نه وم نه وم

که نه وه پښتونواله او عمل کي اسلام را کي
پيرنګ د اروپا يم که وم، وم که نه وم نه وم

که خوشې کړم پښتو بې پښتوګۍ کړمه زه غوره
نو خوشې يو بېړا يم که وم، وم که نه وم نه وم

که خوږ ژوندون مي پلورم او پردو سره ځان وژنم
نو پوهي کي سنډا يم که وم، وم که نه وم نه وم

په خټه سپين پښتون يم محمد ګل د قام خادم يم
له سټې نه اريا يم که وم، وم که نه وم نه وم

 

وزير محمد ګل خان مومند

 
-
بېرته شاته