(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه شرابي ېم

[20.Feb.2020 - 11:57]

زه خو شرابي یم، شیخه څه راسره جنګ کړې

برخې ازلي دي، کشکې ما د ځان په رنګ کړې

.

ښه وایې واعظه، برکت دې ستا په ژبه

ښه یې په ویلو د دریاب اوبه کرنګ کړې

.

لاړل وَ جنت ته چې په پوهه خبر نه وو

لاړل وَ دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

.

پند د محمد د ابوجهل پکار نه شهٔ

څوک به یې صیقل کا چې یې خدای آیينې زنګ کړې

.

کېني په خلوت کې، شیخه سود یې راته وایه؟

ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې؟

.

زه خو د زړه درد غواړم په هر یوهٔ مذهب کې

تا زده، ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې

.

رایې شه مطربه، د نوروز سرود آغاز کړه

ښې نغمې زړه سوزې، په رباب، په نی او چنګ کړې

.

هر لوري ته ګل دي شقایق نرګس سنبل دي

بې ګلزاره بد که ویل لوري ته آهنګ کړې

.

چا درپسې ډېرې پیسې واخیستې طلب کا

ځینو مصلو د بې ننګۍ درپسې ننګ کړې

.

کاشکې د عمل تله درنه په قیامت شي

موم په رقیبانو په عاشق باندې زړه سنګ کړې

.

مرګ لره یې واړه د ډیلي لښکر راغلې

ته لا د خوشال په مرګ ځان روغ نه ګڼې ننګ کړې

لوی خوشال بابا

-
بېرته شاته