(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پشندی، مړدکی

[31.Jan.2019 - 13:11]

واه_واه_یاره

ډاکټر دیدار یوسفزے

مړدکے: پشندیه نوے غزل مې لیکلے ـ واوره ئې 

پشندے: مړدکیه پۀ سر مې دړ دے ـ ماله پرې مازغه مۀ خوره مړه

 

مړدکے: تۀ خو لکه د خپل تخلص هر وخت خرش پرش ئې........

پشندےاو تۀ خو رښتیا مړدکے ئې ـ معیار دې نشته، ښۀ او بد نۀ ګورې ـ خو بس چې څۀ دې ولیکل ......

 

مړدکےتۀ خو واوره کنه مړه ـ دوه ګنټې مخکښې مې پۀ فېس بک خپور کړے وۀ ـ او پنځه سوۀ کسانو خوښ کړے دے ـ 

پشندے:  (پۀ مسکااو نو......د واه واه دور دے ـ پرون ما د خپل ترۀ د مرګ خبر خپور کړے وۀ ـ پۀ هغې هم ډېرو خلکو واه واه ......او ډېر ښۀ ....ډېر ښۀ....... لیکلي وو ـ 

 

مړدکےتۀ هسې زما د شهرت نۀ سوځې ـ 

پشندے: ( د خندا شین شۀ) خدائے دې خېر کړي چرته سبا راته فرمان کسکر دا خبره ونۀ کړي ـ

 

مړدکے: زۀ یواځې د فېس بک خبره نۀ کوم ـ زما غزلې کۀ ښې نۀ وے نو ریکارډ کېدې به نۀ ـ 

پشندےهلکه پۀ دې بابله راته خبره ونۀ کړې ـ ما دا خپل وېښتۀ پۀ غرمو نۀ دي سپین کړي ـ ما ته پته ده چې غزلې د چا او څنګ ریکارډ کیږي ـ 

 

مړدکے: ستا څۀ مطلب دے؟

پشندےزما پۀ مطلب تۀ ښۀ پوهَ ئې ـ د چیندخې غوندې پۀ ډنډ کښې نۀ اوسې ـ نن سبا دا ټول بزنس دے ـ 

یا به پېسې ورکوې........ 

یا به تعلق پېدا کوې ........

یا به لکه د سپي د رېډیو او ټې وي پروډیوسرانو ته لکۍ وهې ........ 

او یا به سندرغاړو ته ښکته پورته کېږې ـ 

 

مړدکے:  (پۀ ګیله) دا خبرې تۀ ماته اوروې.........؟

پشندےولې نور څوک هم شته دلته........ 

تا نازیه اقبال له د یو یو غزل شل شل زره روپۍ نۀ وې ورکړې........... ؟ 

ځکه خو شاعران سپک دي ـ چې خپل فن ئې سپک کړے ـ 

 

مړدکےچې شاعران دومره سپک دي ـ نو تۀ ولې شاعري کوې ـ قلار شه بیا ـ

پشندےزۀ نۀ د چا واه واه له شاعري کووم ـ او نۀ ګلوکارانو له ـ زۀ ځانله شاعري کووم .........

او ما د شاعرۍ د سپکوالي خبره نۀ ده کړې ـ د شاعرانو خبره کووم ........ پۀ سلو کښې به چرته دوه درې شاعران داسې وي ـ چې د خپل فن بېرته شاته