(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږ ېو دخیبر ځلمي

[24.Jan.2019 - 21:36]

موږ یو د خیبر زلمي پښتو زمونږ شان دی

مونږه پښتانه یو, په وطن مو ځان قربان دی

.موږه د خیبر په خشکو غرونو کې لوي شوي یو

موږه پتنګان د غیرت په شمعه سوي یو

موږ د وطن مَټي یو، وطن زمونږ ځان دی

.زموږه ارادې د تاترې نه هم اوچتې دي

په وینو کې زمونږه خزانې د غیرت پټې دي

موږه توریالي یو دا وطن په مونږه ګران دی

.څوک به په خیرنو سترګو دې وطن ته وګوري

سترګې به ترې وباسو چې دې چمن ته وګوري

زمونږ په یوه چیغه لرزېدلی ټول جهان دی

(یونس قیاسي)

 
-
بېرته شاته