(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما دخاورې واک

[24.Jan.2019 - 21:32]

 

 

د "خان"، "ملک "نه د "قاضي "نه د "مُلا "سره دے

اصل اختیار زما د خاورې د "بل چا "سره دے

 

د دار په سر چې د خپل "واک "ټپه کولې نه شم

خوله مې ده ګونګه کافر کیږم څه ویلې نه شم

چې عمر ټول مې د سلګو او د ژړا سره دې

اصل اختیار زما د خاورې د بل چا سره دے

 

چې یم پښتون نو په "ظالم "او په "وحشي" یادیږم

چې غواړم "حق "نو په "غدار "او په "باغي "یادیږم

چې "بدنام "کړے زما نوم یې په "سلا "سره دے

اصل اختیار زما د خاورې د بل چا سره دے

 

هر وخت چې دا "سړےشکلونه بدلوي "لایقه"

ماچې په "ما"باندې هر ځای کې قتلوي "لایقه"

"شر"یې زما د "خپلواکۍ" او د "بقا "سره دے

اصل اختیار زما د خاورې د بل چا سره دے

 

 

-
بېرته شاته