(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[05.Dec.2018 - 16:39]

طنزونه 

طنز محمودنظری

ورکه لار  

پر یو ګردي میز ناست وه څو زبده اپه سیاست اخته وه  لکه د ګور چنجان

واده ته په کارت خبر وه  ټول دا کسان

راسته، چپه سیاسي، مذهبي او لیکوالان

یو ویل دا وطنفروش دی  بل ویل هغه افغان

لس تنه  پر یومیز ناست وه سره مخالفان

له ټولو لاره ورکه هر یو په یو لوري وو روان

که څه سپين ږیری که څه هلک که څه وو ځوان

د ټولو خلکو څخه لاره ده سمه دمه ورکه

اشغاله افغانانو ته دي پیدا کړه د شاربولو ښه غړکه

په شاربولو دا خالي غړکه نه کو ي یوه ذره  کوچي

یوازې یوازې دخولې خوند خرابوي  دا اړوپېچي

صداقت شنډه وزه ده نه کوي دې وطن کې نور بچي 

که چپه دي که راسته دي ټول سوي دي بوچي 

بوچی ( بی شرمه )

 

ددنیا د زورورو پاپيان دلته زموږ واکمنان سول

ورته اریان دریان د دنیا ښه ډیموکراتان سول

دې ټاکلو ته خلکو یو بل ته په ګمان او شک وکتل

څرنګه د نن ورځي وطنپلورنکي د پرون مجاهدان سول؟!

که دا رښتیا  دبل غلامان د پرون مجاهدان دي

دوی ولي پرون مجاهد او نن وطنپلوران سول؟۱

په دې شماخو کې زه ښکاره سپيني وریجې نه وینم

ولي ښکاره څوک د روس څوک د امریکا غلامان سول؟

دمجاهد نوم یې د عاموخلکو غولولو لپاره کیښود

اصلي دا قاتلان وه  بیا هم د خلکو قاتلان سول

د اتل یې بیله خیانت بل څه نه لیدل کیږي

دوطن لوی وطنپلورنکي مو ملي  اتلان سول

د شهید یې بیله جنایت بل څه نه لیدل کیږي

د بې ګناه خلکو قاتلان پاک شهیدان سول

داعجب انصاف د دې وطنفروشانو دی

عام خلک مردارمقتولان غله  پاک قاتلان سول

د دنیا کارونه پریږده داخیرت تجارت هم دوی کوي

ددنیا د واک او د اخیرت د مقام واکداران سول

***

 

 

 

کله امنیت راځي  

نیم خوښ په غلامي نیم په آزادي یو

هر یو له خپلو سوچو څخه راضي یو

دواړه ځان ته ددې  وطن اتلان وایو

څه په آبادي څه خوښ په ویجاړي یو

 

د امنیت اصلي د راتلو شکل دا دی

چې مشران يې ټول اهل د کار وي

په اساس د میراث او باج  نه وي راغلي

نه يې اوریدلي ترکاڼي د بیزو کار وي

هغه وخت امنیت راځي دې وطن ته

چې رهبران مو مسلکي او غیر خرکار وي

ټول  وطن په خپلو کې ویشل سوی دی

سوله نه راځي چې هرګلان یې خار دار وي

بل اساسی علت د پښتون ملت دا دی

بېرته شاته