(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[12.Nov.2018 - 12:46]

طنزونه /محمود نظري

جنګ که تجارت

 

امنیتي چارواکو ته جنګ ښه تجارت  دی

دهغو په دې بزنیس کې ډیر ښه مهارت دی

دا د څوکیو د اجارې پیسې اخیر ورکول غواړي

په دې کار کې هم دین ادا هم مدال هم شهرت دی

کورونه دوکانو نه په کې د چوروروسته سوځیږي

هغه پلورل سوي دمهماتو لست  ددښمن غنیمت دی

 

 

خره ته رایه ورکړه نه انسان ته تر خره بدتر

نه هغو ته  چې لري سر دانسان، ماغزه د ځناور

خدایه موږ ته وکیلان دانسان ماغزه لرونکی اواندام را

هر کار یي نه وي  له دود او د عالمه بهر

غلام د پردو نه د خپلو خلکو سم خدام را

چې دشرم سترګې ولري داسې مسلمان نه ګبر

 

مشره دوه بدکاره لیري او درې محاکمه کا

دمحاکمې دلارې د سیاسي غلو مال مصادره کا

تښتیدلي را وغواړه د زندان  یې میلمانه که

د وطن خاینان یو یو دقانون په خپړو خپه کا

نوم به دې پاته سي په تاریخ کې د جهان

چې اخیر یو لیوني  افغانستان ته هم چوپړ وکا

 

زما له طنزه بلا او پیری تښتي

نه ښه سړي بلکی بد سړی تښتي

د ویلومخکې  څلور قل په خان چوف کړه

وګوره زما له طنزه بدل زمری لکه سپی تښتي

 

 

****

دامریکا ډیموکراسۍ دلته او هلته

 د امریکا ډیموکراسي دلته مانا لري تر بیخه بې اتفاقي

په دې  کار غله او وطنپلور په واک لکه چرګان سره جنګوي

داقلیت کامونه باټوي او پر شا یې د شاباش چټۍ ورکوي

بیا يې هغوی د اکثریت سره  د واک پر سر سره غپوي

اقلیت را چپه سوي اکثریت  ته د پردو په مرسته ګوتې ورکوي

اکثریت هم خپل غچ ته ډیري توري دهجران شپې سبا کوي

دا ډول  غلطه ډیموکراسي دلته  تر اخیره هیڅ پای نه لري

چې دوه نفره پاته سي هغوی هم دواک لپاره په وینو سره لړي

هر یو اړل وي د زورور  هیواد مړغټانه  ټینګه  ونیسي

بیا د هغه په زور د یو بل هغې سره ټینګې نیسي اوکشوي

 

 

دنیا کې د بل مال بل ته بښل ددله او خره دلال کار دی

دنورو ملک بل ته بښل  شیطان ته حق حلال کار دی

دا کار بیله پيس ترومپ هیچا تر اوسه نه دی کړی

دا په ټولو  ادیانو کې بېرته شاته