(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مونږترڅوبه

[28.Sep.2018 - 07:00]

مونږ تر څو به ؟

مودې تیرې شوې کلونه انتظار یو

پـه خیالونو، تصورکې د روزګار یو

 

دهر پوه او مبتکرپه تمه ناست یو

لا یې نور هم کار نامو ته امیدوار یو

 

پدې هیله چې به سوله ، امن را شي

په هر لوري به اخته په کار او زیار یو

 

ځوان کول به خپل وطن کې اسوده وي

نور به خلاص د بل محنت او د ازار یو

 

د کوکنار او بنګ د بوټو کر په ځای به

کروندګر به د زعفران، غنم او جوار یو

 

په نیشو روږدي علاج به هر بیمار وي

ټول په فکر، جوړیدو د خپل دیار یو

 

لا تر څو به د غفلت په خوب بیده یو؟

غلط شوي د هر چا په تش ګفتار یو

 

افغاني وطن کې هره ورځ مرګی دی

دې غمجن، غمجن حالاتو نه بیزار یو

سمیع الدین افغاني

۱۹۸۲۰۱۸

---

څو په خپله

څو په خپله سره یو نه شو ورکیږو

لاترڅو به په سرو وینو کې لمبیږو

 

هره ورځ دلته د غم په ټغر ناست یو

د غزني ،کابل،ننګرهار په ویر ژړیږو

 

نن په یو سبا په بل کور کې ماتم دی

د پردو تحریک او لمسه وژل کیږو

 

هرکنډر په هره خوا مرګی مرګی شو

په نفاق کې مونږ له غمه نه خلاصیږو

 

ورنو سوله، همغږۍ ته ضرورت دی

په یووالي خپل مطلب ته مونږ رسیږو

 

تربګني او په نفاق باندې څه نه شي

ځو د سولې د کاروان سره یو کیږو

 

افغاني، حب الوطن جز د ایمان دی

خپل وطن په خپل ایمان باندې نازیږو

----

سمیع الدین افغاني

۱۲۹۲۰۱۸

-
بېرته شاته