(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سېلفي

[11.Sep.2018 - 09:52]

دا مى د کعبى سره ويستلى دى

دا مى د روضى سره ويستلى دى

دا مى د زمزم اوبه په لاس کى دى

دا مى د چينى سره ويستلى دى

دا حجر اسود سره ولاړ يمه

دا مى د هغى سره ويستلى دى

يه حاجى صيب و حاجى صيب دا څه کى

مه حاجى صيب نه حاجى صيب دا څه کى

تا بلا نيکى په سين لاهو کړلى

تا بلا خوارى په سين لاهو کړلى

تا بى تصويرانو نه څه را نه وړل

تا بلا روپي په سين لاهو کړلى

زه حاجى، حاجى نامه دى ومونده

ډيره قيمتى نامه دى ومونده

هلته ترى د حورو طمع مه کوه

دلته جنتى نامه دى ومونده

هر ځاى به قيصى لکه ماشوم نه کى

دا حساب کتاب به چاته هم نه کى

دوه لکه چى تلم نو لګيدلى وى

درى لکه مى هلته ايسته اور ته کړى

دوه لکه چى راغلمه نو لاړلى

نورى لا په لاره دى روانى دى

تلى که راغلى دى خو غلى دى

هر څه خداى ليدلى خو غلى دى

يو تا د کعبى نه طواف ونه کړو

دلته ډير ښاغلى دى خو غلى دى

زه ګورى ددى نه خلاف نه يمه

زه دى د نامى نه خلاف نه يمه

بس دا يو تصوير له منځه وباسه

حج او د عمرى نه خلاف نه يمه

نور نو زما ستا په کار کى څه کار دى

خانه ستا زما په کار کى څه کار دى

يه منيره مه کوه چاړا به شى

ستا نو د ملا په کار کى څه کار دى

منير بونيرى

(د عباس ملکزی له واله)

-
بېرته شاته