(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قاتل

[11.Sep.2018 - 09:08]

محبت داسې پښتنو کښې اوسی،

لكه چې پیغله په زلمو کښې اوسی.

 

خپل روایاتو ته سر ټیټی یو تل،

خیر که دردونه مو زړګو کښې اوسی.

 

د پورې خلقو مشال اومندلو،

پښتانه هاغه شان تیارو کښې اوسی.

 

هلته ې مړه كړو اوس مو دلته ډوبه ی.

زمونږ قاتل په دې کوڅو کښې اوسی.

 

لار ده ازغنه خو پښیمانه نه یو،

ګلان همیش له په ازغو کښې اوسی.

 

چې سر بائیلی خو څادر نه وركوی،

فرمان هغه دې په هغو کښې اوسی.

 

فرمان یوسفزئی.

-
بېرته شاته