(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[27.Aug.2018 - 15:40]

طنز

محمود نظری 

زه دي ولي لوی خنځیر نه کړم ؟!

 

یوسړی په ماجد کې لاس  اسمان ته لپه کړئ اوپه ګیله یې ویل

ربه زه هم چکه چور یم ولي دي داب او برق وزیر نه کړم؟!

زه هم غل یم ولي دي رییس د سولې یا د ګمرک مدیر نه کړم

ښه پوره ناروا زنا کاره او ښه پوره زنانه  مردانه لواطت کاره یم

الهی ښه درواغجن او فریب کاره یم زه دي ولي لوی سفیر نه کړم

ښه  په خړپ ډوزن یم  لوی  باټک یم  او دیویشتمې پیړۍ پوخ تیزک یم

ولي دي په دې داول نمبرو په  پارلمان کي  لاپو همایون قدیر نه کړم

 

له اړخ يې ږغ سو دملا لخوا ول دپردو اګۍ په لاس تلای سې! 

ول نه توبه ! له اوله چا زه  په دې اصلي کارنامې ولي خبیر نه کړم

ول اصلي شرط ددې مقلامونو د پردو داګیو په لاس تلل دي

زه نه پوهیدم دې خیانتونو  زه لا  ولي له خاورې اکسیر نه کړم  

ملاول لاره دې غلطه کړې دا مقامونه ورکول کا ر د شیطان دي

په رښتیا ماجد کې رب ته دعا کولو ځکه زه خاین د غلو میر نه کړم

ترازو چې ولرې هر شی کولای سې او هر څه کیدالای سې

شکر خدایه چې په دومره ګناهونو دي لا  رټلی  او بې ضمیر نه کړم

 

 

 

خوراښه لوچک یم ځای زما دی پارلیمان 

 دکارتوس پوچک یم ځای زما دی پارلیمان

کوم بدعمل په دي دنیا زما نه پاته نه دی

په خیانت کم دکوم  غړی پاته یم د پارلیمان

ښه باټک یم خوراترټولو غلو هم درواغجن

د داسې ډوزمارو لکه زماځای دی پارلیمان

ما یووار د پارلیمان خوند په دووسترګو لیدلی

زه وایم یاکفن یا تر ژوند  وروسته لا پارلیمان

وطنپلوري ، خیانت غصب هر څه په کښې چلیږي

جان جان دا زموږازاداو دخیانت ځاله پارلیمان

د ټولو دقانون د ناقضانو ازاده سیاسې  هډه ده

دلویو بلاو دپټولو لپاره  ښه ځای دی پارلیمان 

په اشغال کي د هغو مرییان دواک په ګډۍ ناست دي

باید طویله سي  د پردو سپیانو او خرو ته پارلیمان

 دهغه چې د وطن نوم نه مني  بیا  هم ځای سو پارلیمان

یاني   بې بهزاده، پدرام  اومنصور مکمل نه دی  پارلیمان  

رښتیا چې دا کمیسیون رښتیاهم سم دم ازاد دی

څوپښتانه یې بند څو وطنپلور يي ورسول تر پارلیمان

بېرته شاته