(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چېرې رهي ېو

[16.Aug.2018 - 09:16]

طنز  محمود نظری 

چیري رهي یو!

 

ژوند د جنت د لاس ته راوړلو لپاره نه دی

له دې دوږخه  دجنت جوړولو لپاره دی

دا لاره بلکل غلطه سوې ده له  بزرګانو چې وايي

له دنیا دوږخ جوړول دجنت تر لاسه کولو لپاره دی

 

د اسلام یوه لاره سل سوې

کوم یوه يې  په کښې سمه ده

دخرابات پیر ویل  یوه یې سمه ده

چا ته مالومه هغه یې کومه  ده

په بدله لاره نه تلل ترې ښه ده

دا ښه دهغې لاره چې له جهنمه ده

باید خپله ځان سم دم  پوهه کړو

چې هغه  ناجي فرقه یې کومه ده

بایدد هر هندو په خوله ونه کړو

خپله مطالعه زیاته  او سمه ده

 

یو وایي تر ټولو بده یې سلفي ده

بل وایي یا تر ټولو بده  یې وهابي ده

یو وایي احمدي یې تر ټولو ښه ده

بل وايي کادیاني یې خورا بامزه ده

د خیام خبره نه چې هله خبر سو

چې دا یوه لاره لا سمه دمه نه ده

نه چې  دځکندن په شیبه خبر سو 

چې  دا زموږ لاره هم هغه سمه نه ده

په هغه وخت به اولاد ته څنګه ګورو

چې هر سپين کالو سیک ته دپير په سترګوکورو

 

د یوه موغټه شنه مناره په سر ده

د بل مو لوپټه په لوڅ ککر ده

په ځینو کې د بنده  عبادت تر رب ډیر دی

ځینو بلکل پاک خدای (ج) هیر دی

یو لکه ښځه په خرام ماجد کې نڅيږي

بل لکه  چور لیونی پکښې څرخیږي

یو یې  بیخي په قران عمل نه کوي

بل یې په خوله د خپل او بل نه کوي

ان یو پیر سینګارد ناوي په جوړه سو

ان وایي یو يې مار  بل يې خزدکه سو

 

اصلي غمي په رنګه  ښیښو کې ورک دی

ډیرو ورپسې اخیستی خپل توپک  دی

هر یو روان پسې د یو شین پک دی

«نظری »ورته اریان او هګ پک  دی

څو سر ونه پر مځکه ایښي په سجده وه

زما مال یې زما د بل مال  یې زما کلمه وه

یو سپين کالي اغوستي ټول کال یې  روژه وه

بې درواغو یې بل څه ان هډو  زده نه وه

یو ملنګ کربلاکې نارې وهلې دهندو لاره سمه ده

هغو کې تر مسلمانانو لږ د بیګناه وژلو تمه بېرته شاته