(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هری کرشنا

[09.Aug.2018 - 15:06]

هری کرشنا ، هرېرام ؟

کال نیم وروسته دوه یاران خپلو کی ګوری 

پُرس اوپال کړي دیوبل له هره لوري

دا یو وائې و دې بل ته چی ورورکه 

راته ووایه اول له خپل زویکه 

هغه وخت چی مالیدلی ستا بچی و 

په خوراک دخاورو روږدی دا کمکی و 

اوس هم خوری خاوری که نه دغه ماشوم 

که نه روږدي دی په خاورو لا مظلوم ؟

یار ئې ووې چې اوس شکر د مولادی 

له خوراک ځنی دخاورو مُبرا دی 

خو، کپه کپه اېرې خوري لېونی اوس 

په څه توګه له اېرو وژغورم دی اوس ؟

ـــ

نن زموږه دهېواد ورته څېره ده 

په یقین چی هر انسان ته مسخره ده ؟

دکوکنارو پر ځای چرس کري وګړی 

چی له چرسو څه راز خلاص کړو نوموړی 

تولیديږی په ټنو خروار خروار 

اول ګَرد د( سرِ پُل ) او د( مزار )

دو دَوي  زموږ ځوانان دغه شېرک 

یو اوبل ته په تحسین وائې بیشک 

دم هرې دم ـــ میت جائې غم 

بولو صبح ؤ شام ـــ هرې کرشنا هرې رام ؟؟؟

عبذالوهاب سرتېر

-
بېرته شاته