(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې ادم خاورو

[09.Aug.2018 - 14:42]

چې ادم خاورو کې کېني

.

سړیتوب چې لوړ اوچت شي، لېونتوب شي

چې خودي د خوده ووځي نو خمار شي

.

چې فولاد د وینې موړ په مینه مست شي

نو حیران او پریشان تار د ستار شي

.

چې ترې عشق او جانان دواړه وخت فنا کړي

هله پوه سړی په شان د ځان او یار شي

.

چې ادم خاورو کې کېني څه زرغون کړي

منجیله چې په دولت شي نو ښامار شي

.

 ما ته حورې، غلمان مه څنډه، بس دی

په والله که بې له تا مې په چا کار شي

.

دا چې نن پکې زه مست او مغرور ګرځم

سبا خدای خبر د چا به دا ګلزار شي

.

ستا د مرګه، نهٔ وېرېږمه، پښتون یم

خو مې تش ژوندون او خوشی مرګ ته قار شي

.

زړه کې ډوب د وسوسو دریاب بهېږي

جوړ به کله د امید رنګین آبشار شي

.

دا خپل زړه ستا بې پروا نظر ته ګوري

کله کله په ژړا ځکه شاتار شي

.

ساز ژړا ده که مستي ده؟، نه پوهېږم

هر اواز کې کله سوز، کله چغار شي

.

.

شاتار = شاه تار، ستار، د رباب او داسې په نورو آلؤو کې، په تارونو کې تر ټولو غټ تار

چغار = چغا، چغره، چیغه، کریکه

د ارواښاد غني بابا کلیات

۳۳۹ - مخ

-
بېرته شاته