(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[09.Aug.2018 - 14:33]

طنزونه: محمود نظری  

ولي نه شرمیږې ته!؟

 

ولي نه شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته

دخیانت لپاره وکیل کیږي ته ولي وشرمیږي ته

ولي هرخاین پسې دریږي ته ولي و شرمیږې ته

ولي نه شرمیږې ته ولي وشرمیږې ته

 

پلار دي د وطن مړي او ژوندي چور کړه

ورور دي د یتیم خولۍ  او ډوډۍ چورکړه

اکا دی دوطن ټول غیرتونه او عزتونه چورکړه

ان د مور د پلوره نه شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته

  

خپل په مفعولي افتخار کوې

د پلار په جاسوسي ویاړ کوې

ټول عمرعزت ته د غدار کوې

ولي نه شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته

 

فساد په وطن کې کرزي وغوړوئ

دا سپين نیلۍ دلته  هغه و ځغلوئ

په عطا  او نظار یې ټول ملت وځوروئ

ولي نه شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته

  

کرزیه ټول  غله دي ښکرور کړه

جانیان دي ډیر ښه خېټور کړه

ساختګي مشران  دي شملور کړه

ولي نه شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته

 

اوس نیم خوښ په غلایو نیم په آزادي یو

هر یو له خپلو سوچو څخه خورا راضي یو

څه په روشنفکري څه خوښ په لوده ګي یو

ولي نه شرمیږې ته ولي و شرمیږې ته 

ځینوپه کامونو او مذهبونو کې واچوله کرکه

هغوی دي اخته کړه دیو بل په مړینه ورکه

د ورور د ورکولو پردی غلو ته وايي ورورکه

ولي نه شرمیږې ته ولي وشرمیږې ته

*******

 

جهادکه مفاد

 

  

امریکا خپلو مرییانو ته په افغانستان کې جنت جوړ کړ

هر یو ته يې د خریت په بدل کي  دجهاد اعظم پت جوړ کړ

شل مشران یې  جوړکړل دنفاق او سیالۍ په غلامي کي

له هر یو څخه يې خدای وهلی رسول شرمولی مړتت جوړ کړ

 

 

اصل اول جهاد د نبراسکا یوه پروژه وه

نو د سي آی اې یوه بریالی دسیسه سوه

لوچګان   یې غله اوانساني قصابان کړه

جهادي افغانان د پردي دلال دلاس اله سوه 

دامریکا په راتګ سرچپه سوه دجهاد فتوا

ټوله دا وار د اشغال واکمن بیا په غلا اخته سوه

په دنیا کې اموخته سوي سپي ډیر ګران دي

دا سپي امریکاته پاپیان ولس ته کوټه سوه

 

د هغو په ټولوخیانتونو د بېرته شاته