(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سجده

[02.Aug.2018 - 14:58]

   که سجده د ژوند مقصد وي

نو لعنت په داسي ژوند شه

دا خو صرف تجارت شو

دا لا څنګه محبت شو

سجده نه شوه مزدوري شوه

یاره دا خو بازاري شوه

یا زما ضمیر کافر دے

یا دا خلک لیوني دي

 

زه خو داسي سجده غواړم

چي مقصد یي محبت وي

*************************

وران دې ګلستان دی، اې بلبله د پښتون د باغ

نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ

خوار و زار بچی دې بېهنره بېکماله دی

غوږ يې دي کاڼه، لاسونه شل، سترګې پرکاله دي

لال ډوب دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې

زوی د شهباز ګرځي چمړي خوري په سيل د واورو کې

پا څه اې زلميه، مستي، توره او ايمان واخله

شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله

ځار دې د شنو برېتو شم غلام د غلام زوی يې ته

پروت په دووسۍ کې يې که زر ځله زلمی يې ته

توره دې راواخله، ننګ، پښتو او اسلام پورته کړه

له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه

پاڅه ننګياليه، نن دلبر او جانان وګټه

نوم د پښتون وګټه، ناموس د افغان وګټه

ټول جهان حيران کړه د خپل شان په تماشا

اې د احمد زويه، اې بچيه د شېرشاه

غنی خان 

-
بېرته شاته