(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[02.Aug.2018 - 14:52]

په رګ رګ کې مې روانه یې شیرینې

بل رقم راباندې ګرانه یې شیرینې

 

تاسره یمه نو ځکه زرغونېږم

ماسره یې نو ودانه یې شیرینې

 

زړه دې راکړ زندګي دې زما په نوم کړه

په ما څومره مهربانه یې شیرینې

 

د سرو شونډو شیرینو زکات دې نشته

ته لا څنګه مسلمانه یې شیرینې

 

لاس دې راکړ، مړ وجود مې راژوندی شو

مسېحا غوندې انسانه یې شیرینې

 

په بشیر چې بدګمانه یې شیرینې

بې ایمانه، بې ایمانه یې شیرینې

 

بشیر ګواښ

جولای ۲۰۱۸

-
بېرته شاته