(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شېخي

[02.Aug.2018 - 14:48]

له شیخۍ راته بهتره شوه رندي بیا

ناصحان مې دې په سل رنګه غندي بیا

.

ښه چې خلاص شوم د ریا له تشه زهده

خدای دې رانهٔ کړه دا هسې خود پسندي بیا

.

د خلوت له عزیزانو مې زړه بد شه

ځان مې وشماره د تورکو په کندي بیا

.

چې مې کور په دغه تور دی مینې سؤی

وبه نهٔ کړم له تقوا سره ګوندي بیا

.

وابهٔ نهٔ ړوم نور مخ له ساده رویو

که د خط اره مې کېږدي په تندي بیا

.

له بېخونده آزادۍ شومه د سروې

د ګني په څېر په څو بنده بندي بیا

.

چې یې زه په ړومبي پند پورې خندا کړم

ناصحان په نصیحت کا ریشخندي بیا

.

دا د عشق طاغوتي رنځ به یې ارمان شي

که د زهد ځان کوټلای شي ژوندي بیا

.

د ګوندۍ زړه ترېنه صبر کړه ناصحه

له رندۍ سره حمید شه سوګندي بیا

.

.

رندي/ رندۍ = ۱) شراب څښنه ۲) د عمومي (ګرده) او ټولنیز دود دستور (هڅوب) مراعات (مخکته، لحاظ) نه کؤنه

غندي = لکه غندل، ترټل، رټل، مذمت کول، بد ورته ويل

ریا = ځانښوونه، خودنماني

زهد = پاليالی، تقوا، پرهېزګاري، ځان ساتنه، پرهېز

خود پسندي = خپل خوښي

خلوت = ۱) ګوښه کېدنه، ګوښه ګېري، ځان ته کېدنه، ځانته والی ۲) ګوښی ځای، هغه ځای چې بل څوک په کې نه وي

تورک = له تورک توکم (قام) وګړی، تورکي

کندی = کورنۍ، پلرینه

ګوندي/ ګوندۍ  = ۱) پارټي بازي، ډله بازي ۲) د ګوند غړی، حزبي

ساده روی = هغه چې ږیره نه لري

پند = نصیحت

ریشخندي = ملنډې، په غوږوهنه، پېغور

طاغوتي = شیطاني

کوټل = ۱) دربل، د درانه شي په وسيله نور شيان کېمنډل ۲) ټکول، قيمه کول ۳) کوتره کول

سوګند = لوړه، قسم، حلف، ژمنه

. عبدالحمید مومند بابا

-
بېرته شاته