(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[02.Aug.2018 - 14:37]

ما يې غوټه جبين پوسټ په ژړا نه کړ

ولي غوټه چي لمده شي لا سختېږي

سپوږمۍ شپول تر ځان چاپېره کړو صنمه

چي د حسن له تاراجه دي وېرېږي

مخ يې لمر، خوله يې حيات؛ تعجب دا دى

چي زلال په روشنايي کي ليده کېږي

لکه زوړ زړوکی راکاږي په غنه

ستا له هجره مي زړه هسي شان شوکېږي

خال د وروځو د منځ وينم حيرانېږم

چي کارغه له ليندۍ ولي نه وېرېږي؟ 

نرم زړه مي ستا د مخ له عکسه تور شو

اوبه لمر ته لکه زر هسي ځلېږي

مخ يې اور؛ زلفي يې ځکه پرې تاو تاو دي

چي وېښته و اور ته ونيسې تاوېږي

يا وفا په هوايي لالي کي نشته

يا د غره په اور لاسونه نه تودېږي

صاف نازک وو لکه سترګه حيرانېږم

چي په دود د آه مي ولي نه نرمېږي

خط يې وار د زلفو تېر کړ علي خانه

کله مار له مېږتون سره چلېږي

 

علي_خان_عللين_مکان

Hafiz Hamim

-
بېرته شاته