(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[02.Aug.2018 - 14:32]

تا چې قیصې کولې او ماسه دې وعدې کولې

زه ښه خفه وم درنه بیا دې هم پېښې کولې

 

زما ښه زړه کېدو خو تاته مې ویيلی نه شو

چې به سپرلي کښې ستاسو بوټي الوچې کولې

 

ما چې به څومره په خپل ځان باندې قابو ساتله

بیا به مې هم دې لیوني زړګي لمبې کولې

 

څه بې پرواه غونده کښې ژوند وو هس پرواه مو نه وه

خو چې میّن شو نو بیا ځان ته مو ښیري کولې

 

تا به پې وخورم ځمه تا پسې بلا راولم

مونږ چې واړه وو دا قیصې به مې بي بي کولې

 

د بنګړې والې نه چې کله دي بنګړې اخستل

نو ورسره به دي په نرخ کښې خې لانجې کولې

 

پرون یو پیغله مې ليده چې څه ساده غوندی وه

د پلو لاندې یې یو شېخ ته اشارې کولې

 

ستا نه به څنګه خفه کیږې ستا حیدر لیونی

ستا محبت کښې خو به یې ټول عمر مزي کولې

حیدر لیونی

-
بېرته شاته