(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زړه

[13.Jul.2018 - 07:16]

بصیر بیدار ستوری

مانه ورک چې وو په لاره زما زړه

تا موندلی وو دلداره زما زړه

 

امانت مې زړګی تاسره موجود دی

امانت غواړم خپل یاره زما زړه

 

خبر نه یم چې د چا پسي کړېږي ؟

چې وي هر وخت ناقراره زما زړه

 

چې د حسن ظاهري فریب کې ګیر شي

په ټوپونو شي بي شماره زما زړه

 

دا ستا نوم چې چرته واورمه له چانه

زړه نهؤځي ، بس دواره زما زړه

 

له هغي ورځي نه وینې ترې بهیږي

چې تا وګن‌‌‌‌‌‌ډه بې تاره زما زړه

 

اوس نو څنګه زړګی صبر کړم له تانه

چې صبریږي نه ، بیداره زما زړه

-
بېرته شاته