(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[09.Jul.2018 - 20:50]

 

ته یو زر ځله منکر شه، ستا ادا د یارانې ده

ستا غوسه له یارۍ ډکه، ستا خندا د یارانې ده

.

په جنت كې به د ځان يو، په دوزخ كې به په ځان يو

دلته مينه كول غواړي، دا دنيا د يارانې ده

.

وخته ستا دې قسم وي چې د زړه زخم مې روغ نه کړې

دا یوه نښه راپاتې له اشنا د یارانې ده

.

زه په دواړو ابادېږم، زه په دواړو خوشالېږم

له ښېرو دې مینه څاڅي، ستا دعا د یارانې ده

.

دلته مینه مینه نشته، دا اعتبار په چا ونه کړې

پردیس تش وخت اړول دي، پښتونخوا د یارانې ده 

.

اې عابده لېونیه، دا چې بیا راته راخوږ شوې

جوړ په تا چپه راغلې خانه بیا د یارانې ده

فضل سبحان عابد

-
بېرته شاته