(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راشه اې خوشال بابا!

[09.Jul.2018 - 20:47]

راشه اې خوشال بابا!

اې خالده وګوره

پا څه علي مرتضی

دا تماشه ووينه:

 

جنګ له دی منصور روان

توپ او نه تفنګ لري

نه د تورو پړق لري

نه د زغرو شرنګ لري

زور د دښمن نه ويني

داسې لېونی روان

دار او رسن نه ويني

دا د مستانهو خان

دا د پښتنو ملنګ

څه باچاهي رنګ لري

جنګ له دی منصور روان

توپ او نه تفنګ لري

***

سپين مخ د ليلا ويني

دشت بيابان نه ويني

زړه يې د يو ارمانه ډک

غم او ارمان نه ويني

سرې د باتور سترګې يې

مينه رنګارنګ لري

جنګ له د منصور روان

توپ او نه تفنګ لري

***

تاج يې د ازغو په سر

مست لکه مجنون روان

نوم د پښتنو ګټي

زوی دی د پښتون روان

نر، دا د نرانو خان

څه غيرت او ننګ لري

جنګ له دی منصور روان

توپ او نه تفنګ لري

***

اې د پښتنو بچو

دا ميدان مو هېر نشي

سپين سر يې د وينو ډک 

هغه خان مو هېر نشي

پروت دی دلته خاورو کې

دا مکان مو هېر نشي

پاڅئ ننګ پرې وکړئ

خدایږو ډېر په تاسو ننګ لري

جنګ له دی منصور روان

توپ او نه تفنګ لري

نه د تورو پړق لري

نه د زغرو شرنګ لري 

غني خان

    

-
بېرته شاته