(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملګري

[29.Mar.2018 - 06:27]

ملګري

زما نه مخ اړوي  اوس د  محفل ملکري

غريبۍ ستاد لاسه پردي شوۀ خپل ملګري

 

د پتيسو په چور کښې , د پتاسو تالان کښې

نن راته ډېر  ښکارېږي  بدل  بدل  ملګري

 

اوس به يې چرته چرته ګورمه , وخت بدل شو

د غورګل ملګري  او  د  غوبل  ملګري

 

د يو اشنا نه زار شم خو چې پښتون وي , نر وي

او بې پښتو دے ورک شي , کۀ دے وي سل ملکري

 

کۀ زۀ يې هېرکړم خېر دے , خو مانه نۀ هېرېږي

د خپل الفت د" لغمان" او د "کابل" ملګري

 

وخته په سخته کښې دے صابرشاه ټولو هېر کړو

کۀ شل دي څۀ پرې نو چې په خپو دي " 'شل " ملګري

سيد صابرشاه صابر

 
-
بېرته شاته