(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلدار زه یم

[29.Mar.2018 - 06:24]

زه یم زه یم رنګ سرور او شرنګار زه یم 

د جانان سترګو کې مړاوی خمار   زه  یم

 

دا  تعبیر زما  د مست زړه د تالاش  دی

یار زما د زړه ارمان دی دلدار زه یم 

 

دا زما زړه چې د خیشت او رنګ شي وږی

پسرلی ګلونه راشي بهار زه یم  

 

دا چې زه شم د مسکو شونډو لیواله 

لیلا جوړه کړم د حسن معمار زه یم 

 

دا خو زه د ځیګر سوز په هوا سور کړم

روح مطلب معنی اواز د ستار زه یم 

 

چې زه نه یم بې معنی جنت اسمان دي

د جهان د سوز او مینې مختار زه یم 

 

دومره پوه شوم پدې وړوکي غوندې ژوند کې

یار زما کمال، کمال د دلدار زه یم 

 

غنی خان  " غنی"

 
-
بېرته شاته