(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زورور

[16.Mar.2018 - 09:26]

د زورورو زورورې کېږي

دلته د نه کېدو خبرې کېږي

ـ

بې زوره هغسې بې زړه، بې وسه

په زرو هغسې وزرې کېږي

ـ

زموږ لمنې هسې تورې نه دي

زموږ په غرونو کې ګورګورې کېږي

ـ

لا دې په دې خاوره څوک زړه نه سېځي

لا پکې شات شته دی، شکرې کېږي

ـ

ما د احساس د اور اوبهٔ ورکړې

د زړه په ځمکه مې سندرې کېږي

ـ

بیا یې څوک نوم اخلي، پښتون یادوي

بیا چېرته جنګ کېږي، لښکرې کېږي

ـ

لا خو څوک ژبه خوځولې نه شي

لا خو په سترګو کې خبرې کېږي

ـ

صابره، هغسې ستا نوم اخلي څوک

په ګودر هغسې خبرې کېږي

 

ارواښاد صاحب شاه صابر

قامتونه قیامتونه

مخ - ۱۶۸

ـ

 
-
بېرته شاته